دوشنبے 28 اګست (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د ت??جکستان اولس مشر ام??م علي رحمانوف سره ملاقات كړې چې پكښې په سيمه ايزه مرسته ٬ د افغانستان د امن عمل پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په شنګهائي مرستې تنظيم (اېس سي او) كښې د پاكستان غړيتوب لپاره په مرسته د ت??جك اولس مشر ام??م علي رحمانوف مننه وكړه۔ د ت??جکستان اولس مشر ام??م علي رحمانوف په دې موقع د پاكستان اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او امن او د ت??هه ګرۍ په ضد جنګ كښې ئې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه ۔ د دواړو اړخو د خبرو اترو په اه??يت ٬ په سيمه ايزه مرسته او د افغانانو په مشرۍ كښې د امن د عمل د ملاتړ پخلي كولو سره د سيمه ايزې سلامتيا په معاملو د خيالاتو څرګندونه وشوه او د??سې په افغانستان او منطقه كښې امن لپاره په خيالاتو كښې همكاري څرګند شوه۔ دواړو ډلو د پاكستان او تاجکستان ترمېنځه دفاعي او د سلامتيا په څانګو كښې په مرسته زياتولو اتفاق وكړو