اسلام آباد۔ 18 مئی(اے پی پی) د خزانې ??فا??ي وزير م??تاح اسماعيل وئيلي چې شپږم بجټ وړاندې كول مونږ لپاره د درناوي خبره ده۔ د معاشي پرمختګ سفر ??ه جاري وي او اولس سره كړې ټول لوظونه به پاللې شي۔ د جمعې په ورځ د ??فا??ي بجټ منظورۍ څخه وروستو په خپلو مختصر خبرو كښی ده ووئيل د لوئے څښتن شكر ادا كوم چې مونږ ته ئې د پرله پسې 6 م بجټ وړاندې كولو او د هېواد او اولس خذمت توفيق راكړو۔ ده ووئيل د پخواني وزيراعظم نواز شریف او وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی د وژن په سوب مو د معاشي پرمختګ سفر كړې۔ هيله لرو چې دا سفر ??ه سباؤن كښې هم جاري وي۔ ده د بجټ په تيارۍ كښې په مرسته كولو د پارلماني غړ?? ٬ سپيكر ٬ د سېنېټ غړ?? او د اړوند ادارو چارواكو او عملې مننه وكړه۔ ده ووئيل د قامي اسمبلۍ ٬ سېنټ ٬ پي ټي وي ٬ پي آئي اے ٬ سي ډي اے ٬ اے پي پي ٬ رېډيو او د پي آئي ډي په شمول د بجټ سېشن په مهال پارلېمنټ هاؤس كښې خذمت ترسره كوؤنكو ټولو ملازمينو ته به د 5 بنيادي تنخاګانو برابر اعزازيه وركولې شي۔ په دې مهال سپيكر ووئيل تېره اعزازيه هم ترلاسه شوې نه ده۔ په دې ??فا??ي وزير ووئيل د اعزازيې دا رقم به د حكومت مودې ترسره كېدو څخه وړاندې ادا كړې شي