اشك آباد 16 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن په درې ورځنۍ سركاري دوره اشک آباد ته رسيدلې، اولس مشر به نن د اتوار ورځ څخه پيل كيدونكي 5م اېشین انډور او مارشل آرټس ګیمز پرانستې دستوره كښې ګډون كوي۔ جاری شوې پرېس ریل??ز له مخې اولس مشر سره وړمبۍ ميرمن بیګم محمودہ ممنون حسېن هم وه، اشك آباد ته په رسيدو د ترکمانس??ان دوهم اولس مشر دادیبے امان ګلیدیوف د اشك آباد په هوائي ميدان د هغوي تود هركلے وكړو۔ اولس مشر سره دوهم وزير جام کمال هم دې۔ هوائي ميدان په رسيدو د ترکمانس??ان دوه ماشومانو اولس مشر او وړمبۍ ميرمن ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كولو سره په رویتی انداز هركلې وكړو۔ دې څخه وړاندې په ترکمانس??ان كښې د پاکس??ان سفیر مراد اشرف جمال اے پی پی ته ووئيل د اولس مشر دورې سره به ګیمز كښې شريك د پاکس??ان 130 كسيزې ډلې ډاډګيرنه وشي۔ده ووئيل اولس مشر به 5م اېشین ګیمز پرانستې دستوره كښې ګډون كوي۔ په دې ګیمز كښې د 64 هېوادونو 5500 لوبغاړي برخه اخلي۔ ده ووئيل ترکمانس??ان ، افغانس??ان ، پاکس??ان ، انډیا (تاپی) ګېس پائپ لائن پروژې نه علاوه د تركمانس??ان سره د فائبر آپټيګ نیټ ورك او ریل او سړك د لارې د رابطو پروژوې اهميت لرونكې پروژوې دي۔ ده ووئيل د ترکمانس??ان شريك حکومتی کمېشن غونډه تيره مياشت كښې شو?? وه چې پكښې د پاکس??ان سره فضائی رابطو بحالۍ كښې خوښې لرلې شو?? وه۔ د خپلې دورې په مهال به اولس مشر د ترکمانس??ان خپل همڅنګ سره هم ملاقات كوي۔