کوئټه۔07 اکتوبر(اے پی پی) د مستونګ ??ه دشت سيمه كښې د مسافر وېن او ك??چ ترمينځھ د ټكر پېښې په نتيجه كښې 13 كسان مړه ا?? 20 نور ژوبل شوي دي۔ د لېويز ترمخه د خالي په ورځ دشت څخه د 13 كلوميټر په مسافت د كوئټې څخه بولان ته د تلونكي مسافر بس او يو وېن ترمينځھ د ټكر پېښه رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې ئې 13 تنه مړه ا?? 20 نور ژوبل شول۔ لېويز او پوليس اطلاع ترلا??ه كېدو سره سمدسي د پېښې ځائې ته ورسېدل او مړي او ژوبل كسان ئې د كوئټې سول روغتون ته ورسول۔ ??ه دې مهال اعلی وزير نواب ثناء اللہ خان زهری په پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ ده روغتيا صوبائي وزير او سېكتر ته هدايت وكړو چې په پېښه كښې ژوبل شويو ته غوره طبي اسانۍ وركول باوري كړي۔ ده ځپليو ك??رنيو سره هم خواخوږي ښكاره كړه۔