اسلام آباد ۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر وئيلي دي ??اك??تان په نړيواله كچه د كشمير تر ټولو لوئے وكيل دے۔ خبريال دې د خپل قلم او كېمرې د لارې د كشمير صورتحال نړۍ ته وړاندې كړي۔ هند مقبوضه وادۍ كښې د بشري حقونو سخته خلاف ورزي كوي۔ د هند زور ظلم او زياتې نړۍ ته په ډاګه كول د وخت غوښتنه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د آزاد جموں و کشمیر پرېس فاؤنډې??ن دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ما د ??اك??تان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ته هم وئيلي چې د كشمير مسئله بايد په سياسي توګه د پورته كولو په ځائې د بشري حقونو په بنياد پورته كړې شي۔ د ??اك??تان نه غېر د كشميري اولس كوم وكيل نشته۔ ده ميډيا ته خواست و??ړو چې د كشمري مسئله په ډاګه كړي۔ خبريال د ټولنې سترګې دي او دوئي د خپل محنت د لارې خبر راوړلو سره د اولس شعور بېداروي۔ ده په دې مهال د 10 ضلعو پرېس كلبونو ته كمپيوټرې وركړې ٬ سندونه او د مرستې چېكونه ئ?? هم ووېشل۔ دستورې ته د پرېس فاؤنډېشن چیئرمین او د صحافتي تنظيمونو نمائندګانو هم خطاب وكړو۔