اسلام آباد 09 نومبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن ميا رضا رباني د سر شمېرو په اړه د غړو تحفظاتو پحقله (نن) د شماريات ډويژن چارواكي راوبلل٬ غړو ته به د سر شمېرو د نتيجو په اړه ب??يف??ګ وركولې شي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د قانون وزير زاهد حامد په سر شمرو د تحفظاتو په اړه بحث راغونډولو ??ره ووئيل چې په مئي كال 2017 كښې سر شمېرې بشپړې شوې دي٬ سپېځلتي?? باوري كولو لپاره د صوبو ټكنيكل كمېټۍ جوړې شوې او دې كمېټو د شماريات ډويژن دوره وكړه ۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا او پنجاب د اطمينان څرګندونه و كړه او سندھ نور تفصيلات وغوښتل په كومو چې كار روان دې٬ يو كمېټۍ په شماريات اداره كښې د تحفظاتو څرګندونه نه ده كړې۔ ده ووئيل پنځه نړيوالو ډلو هم د سر شمېرو مشاهده كړې ۔ ده ووئيل 6.2 مېليونه كېسونه شكمن ٶ كوم چې نورو پلټنو لپاره لېږلې شوې دي۔ ده ووئيل صوبا??ي حكومتونه د رورل او اربن سرحدونو تعين كوي٬ د كډوالو ډېټا ج??ا ج??ړه كړې شوه ٬ 19 كاله پس سرشمېرې شوې دي٬ 17 اربه روپۍ خرڅ كړې شوې دي۔ده ووئيل دا عمل سپېځلې او د باور جوګه جوړولو لپاره اقدامات شوې۔ ده ووئيل حكومت غواړي چې د دې تحفظاتو او ګېلو خاتمه وشي۔ ده ووئيل كوم سناتوران چې تحفظات لري د ھغوي تحفظات لرې كولو لپاره د شماريات ډويژن لخوا د تفصيلي ب??يف??ګ اهتمام كېدې شي۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن د غړو تحفظاتو پحقله (نن) د شماريات ډويژن چارواكي راوبلل٬ غړو ته به د سر شمېرو د نتيجو په اړه ب??يف??ګ وركولې شي