اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) په سېنېټ كښې علامه اقبال ته د هغه د زېږېدنې د ورځې په مناسبت د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړې شوه۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور راجه ظفرالحق ووئي?? چې نن د علامه اقبال د زېږېدنې ورځ ده٬ هغه د پاكستان په بانيانو كښې شمېرل كېږي۔ نه يوازې پاكستان بلكې اېران هم د هغه ډېر احترام كوي۔ نننۍ ورځ مونږ هغه ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوو۔ سناتور تاج حېدر ووئي?? چې علامه اقبال نه يوازې په پاكستان بلكې په اېران كښې هم ډېر عزت او احترام لري او هلته ئې خلق د ا??بال لاهوري په نوم پېژني۔ سناتور اعظم سواتي ووئي?? چې د ا??بال د ا??كارو څخه د استفاده كولو ضرورت دے۔ سناتور مشاهد حسېن سيد ووئي?? چې د م??لانا روم د مزار نه بهر د ا??بال اعزازي قبر دے۔ اقبال د مركزي اسيا په هېوادونو هم ژور اثر لري۔ اقبال د بدلون او پرمختګ پېغام وركړے۔ سناتور حمدالله ووئي?? چې بايد م??نږ د ا??بال افكار عملي كړو۔ سناتورې سحر كامران او سسي پليجو هم علامه اقبال ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ سناتور جاوېد عباسي ووئي?? چې مونږ ته به د علامه اقبال د اصولو له مخې هېواد چلول وي۔ سناتور عتيق شېخ هم علامه اقبال ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه او وې وئي?? چې د هغه په شان نه څوك راغلي او نه به راشي