اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وئيلي دي چې د ف??ټا مسئله دې د پاكستان د آئين په رڼا كښې ځائي اولس او جرګو سره د مذاكراتو د لارې هواره كړ?? شي۔ د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د ف??ټا پحقله زمونږ دريځ واضح دے دا مسئله بايد د خبرو اترو د لارې هواره كړ?? شي ٬د ف??ټا په اولس دې هيڅ قسمه پرېكړه ونه تپل?? شي ٬ په هره پرېكړه كښې د قبائيلو رضا مندي پكار ده ۔ ده ووئيل د ف??ټا مسئله دې د پاكستان د آئين په رڼا كښې ځائي اولس او جرګو سره د مذاكراتو د لارې هواره كړ?? شي٬ مولانا فضل الرحمن ووئيل تېره شپه وزيراعظم ٬ د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ او د قامي سلامتيا سلاكار ناصر جنجوعه زما كورته راغلي وو۔ دوئي سره تفصيلي خبره شوې او دوئي ته مې په دې اړه خپل دريځ وړاندې كړو او ددوي دريځ مې هم واورېدو۔ ده ووئيل ما د وزيراعظم په چېمبر كښې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په موجودګۍ كښې د پوځ سرلښكر سره ملاقات وكړو۔ په دې مهال د پوځ سرلښكر سره د ف??ټا په مسئله تفصيلي خبره وشوه۔ زمونږ دريځ دا وو چې د ف??ټا اولس رضامندي بايد ترلاسه كړ?? شي او كوم هم آئيني سقم باقي پاتې نه شي۔ ده ووئيل دا مسئله زمونږ دا ذات نه بلكې قامي مسئله ده۔ د رائې اختلاف د هر چا حق دے۔ په دې لړ كښې به ف??ټا سپريم كونسل سره وزيراعظم په خپله خبره وكړي۔ بله خبره دا ده چې په آرټیکل 247 او 175 دې آئيني پوهانو څخه لارښودنه ترلاسه كړ?? شي۔ دا هغه دوه خنډان دي كوم چې بايد لرې كړ?? شي۔ مولانا فضل الرحمن ووئيل اچكزئۍ چې كوم دلائل وركړې دي هغه ئې د خپلې غوښتنې په بنياد وركړي۔