اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د انډونېزيا د اولس مشر جوكو وې??ود?? وزيراعظم ها??س ته په راتګ تود هركلې وكړے شو٬ وزيراعظم شاه?? خاقان عباسي وزيراعظم ها??س ته په راتګ د هغه هركلې وكړو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو قومي سرودونه وغږول شول۔ د انډونېزيا اولس مشر ته د پاك پوځ يوې چټك ډلې ګارډ اف آنر وړاندې كړو۔ ده د ګارډ اف آنر جاج واخستو۔ د دې نه پس د پاكستان د هوائي پوځ درې جے اېف 17 تھنډر الوتكو د ونګ كمانډر كاشف كمال په مشرې كښې تر 500 فټه لاندې پرواز كولو سره د دروند مېمله سلامي او د فلائي پاسټ پياوړې څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د انډونېزيا اولس مشر جوكو وې??ود?? سره وفاقي وزيران محمد پروېز ملك٬ سردار اوېس خا?? لغاري٬ جام كمال خان٬ د خزانې سلاكار مفتاح اسماعيل او ?? خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه پشمول په دستوره كښې موجود نور چارواكي هم معرفي كړے شول۔