اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي تر نن ورځې زمونږ په قائد محمد نواز شريف د يوې پېسې كرپشن ثابت نه شو٬د نېب په ريفرنس پسې ريفرنس راځي خو په دغې كښې به هم هغوي له څه په لاس ور نه شي٬د نواز شريف د حق او رښتيا لپاره د جنګ نه پس به اوس د ټاكلي وزيراعظم سره هغسې نه كېږي څنګه چې وړاندې د 17 وزيراعظمانو سره شوي دي٬زمونږ لارښود نواز شريف او مسلم ليګ(ن)عمر له د اولس د خذمت سياست كړ??٬زمونږ مقابله په سياست كښې د داسې سړي سره ده څوك چې د پرلت وهلو او ستغو سپورو سياست كوي٬نواز شريف هېواد اتومي قوت جوړ كړ??٬د موټروېز جال ئې خپور كړ??٬په ترهه ګرۍ يې قابو موندلې او د طلب نه زياته برېښنا ئې پېدا كړ??٬مريم نواز د خپل پلار سره د حق او رښتيا په جنګ كښې ولاړه ده او د ټول هېواد اولس هم د نواز شريف سره ولاړ دے٬په 11م مارچ به د پ??نډ?? اولس د مريم نواز تاريخي هركلې كوي۔دې د جمعې په ورځ پېنډۍ كښې د مسلم ليګ(ن)سوشل مېډيا كنونشن ته خطاب كولو۔دوه?? وزير ډاكتر طارق فضل چوهدري٬د قامي اسمبلۍ غړي طاهره اورنګزېب٬ملك ابرار احمد٬ مئير سردار نسيم احمد٬اېم پي اے راجه حنيف اېډووكېټ او پخوانو د قامي اسمبلۍ غړو ګډون كولو۔په دې مهال د مسلم ليګ(ن)د بېلو څانګو غړي او زلمي په ګڼ شمېر موجود وو۔دوهمې وزيرې ووئيل د نن كنونشن د 11م مارچ د سوشل مېډيا د كنونشن د چمتو والي په لړ كښې د اېم اېن اے ملك ابرار او د هغه د ډلې هڅه ده۔په 11م مارچ به پېنډۍ كښې د مريم نواز داسې هركلې كوي چې تاريخ به يې مثال نه لري۔دې ووئيل په نړۍ كښې د جمهوريت ټهيكه اخستونكي عمرا?? خان د سېنېټ په ټاكنو كښې خپل كانديد له ووټ هم ورنه كړو او هغه وائي چې شهباز شريف يو روغتون هم نه دې جوړ كړ??٬ دې ووئېل مونږ وائيو چې يوازې په پېنډۍ كښې د زړونو روغتون ٬ ګائني روغتون او ځينې نور بشپړېدونكې دي۔دې ووئيل شهباز شريف د بهادر آباد٬جړانواله٬لاهور او فېصل آباد پشمول هره ضلع كښې جديد روغتونونه جوړ كړي خو عمرا?? خان دې د پښتونخوا دننه يو روغتون وښائي چې هغه جوړ كړ?? وي