اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي په ??ی اېس ایل کولو ترهه ګرۍ ماتې خوړلې او امن ته ګټه رسېدلې، پاکستان كښې د نړيوال کرکټ بحاليدو درناوے د ټورنامنټ دے، د اولس بشپړه ګډون سره نړۍ له دا پیغام وركړې شوې چې پاکستانیان امناك او لوبو سره مينه لرونكې دې۔ ده دا خبره پ?? ایوان صدر كښې په ??ی اېس ایل كښې كاميابي ترلاسه ??ون??ې ډلې او د مینجمنټ سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل پھ ورح د سیّد علی رضا نقوی په ??شرۍ كښې ده سره ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل د کرکټ بحالیدو سره به د لوبو صنعت ته هم وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاکستان كښې د لوبو ودې سره به معیشت لا ښه شي، په خاص توګه د لوبو سامان جوړونكې صنعت كښې به د روزګار موقعې راپیدا شي۔ده ووئيل لوبو كښې زغم او سپورټس مېن سپرټ ته اړتيا ده او لوبغاړې دې په خپله کارکردګۍ چرې هم غرور ونه كړي دې سره د زوال لارې پرانستې كېږي۔ ده ووئيل لوبغاړي دې خپل فټنس ته پام لرنه وكړي او غیر ضروری هلو ځلو څخه دې ځان وساتي۔ ده لوبغاړو له مشورہ وركړه چې لوبغاړې د مصباح او یونس غوندې روایتی حریفانو له ماتې وركړي۔ په دې موقع كاميابي ترلاسه ??ون??ې کپتان مصباح الحق او د اس??ام آباد ډلې انتظامیې عهدیدارو د اولس مشر مننه وكړه او عزم ئې څرګند كړو چې د قامی بيرغ هسكولو له به ټول صلاحیتونه كارولې شي۔