اسلام آباد 17 اپریل (اے پی پی) قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سید خورش??د احمد شاہ وئيلي دي د لنډ مهاله وزیراعظم پريكړه به زه او وزیراعظم كوو، كوم بل څوك نه، د تحری?? انصاف مجوزہ نامې د میډیا د لارې ما ت?? رارسيدلې ، اوس د تحری?? انصاف سره د لنډ مهاله وزیراعظم په معامله ناستې ته حاجت پاتې نشو، پیپلز ګوند تل د سیاسی قوتونو سره په خبرو اترو باور لري، د مسلم لیګ (ن) پشمول د كوم هم سیاسی ګوند لپاره د خبرو اترو دروازې بندې نه دي، بايد د رايو په څرګندونه بندیز ونه لګولې شي، په جمهوریت او آمریت كښې همدغه فرق دے۔ د نهې په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې د ميډيا نمائندګانو سره په خپلو ??برو كښې ده ووئيل د قانون له مخې د لنډ مهاله وزیر اعظم غوره كول د وزیراعظم او د مخالفې ډلې د مشر ذمه واري ده۔ زه په دې اړه په ذاتی توګه ټولو ??ره په ګډه تلل غواړم۔ ده ووئيل حكومت ته مو وئيلي دي بايد تر 15 مئی د لنډ مهاله وزیراعظم نامه فائنل كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د تحری?? انصاف د اړخه د لنډ مهاله وزیراعظم نامې په اعلانولو ??یران شوې يو حالانكه په دې اړه د تحری?? انصاف د لارښودو سره مشاورت روان ؤ خو هغوي نامې اعلان كړې، ده ووئېل د تحری?? انصاف مجوزہ نامې د میډیا د لارې مونږ ت?? رارسيدلې، اوس د تحری?? انصاف سره د لنډ مهاله وزیراعظم په معامله خبرو اترو ته حاجت پاتې نشو۔ ما پخپله د تحری?? انصاف سره په دې معامله تماس نيولې ؤ هغوي په دې اړه كوم?? رابطه نه ده كړې۔ ده ووئيل بايد د رايو په څرګندونه بندیز ونه لګولې شي، په جمهوریت او آمریت كښې هم دغه فرق دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سیاست كښې يو وخت داسې هم ؤ كله چې زمونږه لارې بندې كړې شوې۔ بايد په اوسني صورتحال كښې په سوچ پريكړې وكړې شي۔