نيويارك 17 مئي (اے پي پي) پاكستان فلسطيني??نو سره ?? يووالي او د بشپره ملاتړ څرګندونه كړې او په غزه كښې په فلسطيني??نو د اسرائيل د اوسني تشدد د غندنې بيان نه جاري كول ئې افسوس ناك ګرځولي دي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي د اسلامي مرستې تنظيم ﴿??و آئي سي﴾ د غړو هېوادونو سفير??نو بېړنې غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې دا دردوونكې پېښه اروپائي نړۍ په ټېلي وژن ليدلې۔ د نړيوالې ټولنې په وړاندې په فلسطيني??نو ظلم شوے او سلامتي كونسل د امريك د مخالفت له امله د غندنې بيان جاري نه كړې شو۔ د ??و آئي سي د غړو هېوادونو سفير??نو دا غونډه د تركيې په خواست بنګله دېش رابللې وه۔ بنګله دېش په دې ورځو كښې د ??و آئي سي د وزير??نو د كونسل مشر دے۔ د پاكستان استازې د فلسطيني اولس مشر محمود عباس لخوا سږ كال د امن كنفرنس رابللو د غوښتنې ملاتړ هم وكړو۔ د يادونې وړ ده چې اسرائيل د ګل په ورځ په احتجاج كوونكو فلسطيني??نو ډزې كولو س??ه 60 فلسطينيان شهيدان او 2 زره 700 ژوبل كړي وو