اسلام آباد 17 جولائي (اے پي ??ي)د اطلاعات او خپرونو وزارت وفاقې سېكتر احمد نواز سکھېرا اطلاعات ٬ خپرونو ٬ قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته وئيلي دي وزارت په ميډيا د بنديزونو پحقله يو ګام هم نه دې پورته كړې ٬ پي ??ي وي ټولو سياسي ګوندونو ته سپېځلې ا?? يو برا??ر كورېج وركوي۔ د كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د سناتور فېصل جاوېد په مشرۍ كښې وشوه چې كښې د پرنټ او الېكټرانك ميډيا په بنديزونو د ميډيا د اندېښنو پحقله خبرې وشوې٬۔ په غونډه كښې سناتورانو مولا بخش چانډیو اوروبینه خالد ګډون وكړو۔ په دې موقع د پاكستان فېډرل يونين آف ژورناليسټس صدر افضل بټ او د پېنډۍ اسلام آباد يونين آف ژورنالېسټس صدر مبارك زيب خان كمېټۍ د الېكټرانك او پرنټ ميډيا د بنديزونو د مع??ملې پحقله د خپلو اندېښنو نه خبره كړه۔ مبارك زېب كمېټۍ ته ووئيل په ځينو سيمو كښې د ډان ورځپاڼې وېش متاثره شوې بايد كميټي د مع??ملې هواري لپاره امر ??اري كړي۔ د اطلاعات سېكتر احمد نواز سکھېرا كمېټۍ ته ووئيل وزارت په ميډيا د بنديزونو پحقله يو ګام هم نه دې پورته كړې ٬ پي ??ي وي ټولو سياسي ګوندونو ته سپېځلې ا?? يو برا??ر كورېج وركوي۔ د كمېټۍ چيئرمېن امر وكړو چې دا مع??مله دې وفاقي كابينې ته ولېږلې شي دغسې چې كابينه د دې صورتحال جاج واخلي۔ د پېمرا چیئرمېن سلیم بېګ كمټۍ ته د ټولټاكنو كورېج لپاره د ضابطه اخلاق نه خ??ر كړه۔ كمټۍ په ميډيا د بنديزونو په مع??مله غور لپاره د اګست په وړومبنۍ اوونۍ كښې د غونډې رابللو پرېكړه وكړه۔