اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان او امريكا د اوږدې مودې نه د يو بل اتحاديان دي٬ بايد دواړه هېوادونه خپلې اړ??كې بيا د سره جوړې كړي٬ په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره اسانيې وركولو ته تيار يو۔ د امر??كې ټي وي چېنل فاكس نيوز سره په مركه كښې ده د?? ووئيل چې د پاكستان او امر??كې ترمېنځه د تېرو څو لسيزو اړ??كې دواړو هېوادونو لپاره ګټورې پاتې شوې دي او پاكستان دا اړ??كې درست كول غواړي۔ د?? ووئيل چې هغه ډالرو يا مرستې لپاره امر??كې ته نه ??ې راغلې بلكې هغه د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړ??كې سمول غواړي كومې چې په تېر وخت كښې خرابې شوې دي۔ د فاكس نيوز له مخې خارجه وزير شاه محمود قريشي تسليم كړه د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ په دور كښې امر??كې سره د پاكستان اړ??كې ښې نه دي خو ده واضحه كړه چې د افغانستان د اوسني صورتحال په پاكستان تورونه لګول درست نه دي۔ د?? ووئيل چې كله امريكا په مشكل كښې ښكېل شي نو هغه په هغو سيمو ٬ خلقو او ادارو كښې د قربانې ګډ لټوي كومې ئې چې په هيلو پوره نه وي۔ د?? ووئيل چې پاكستان په افغانستان امن او استحكام لپاره هر ډول اسانيې وركولو ته تيار دے ځكه چې مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان كښې امن او استحكام زمونږ په خپله ګټه دے