پېښور 21 جولائی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي محمود خان په ډېر اسماعيل خان كښې د ترهګرې د بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې د شهيد شويو پوليس اهلكارو شهادت به بې ځايه نه ځي٬ ترهګري يو ناسور دے او دا به له مېنځه وړو۔ د اتوار په ورځ په خپل يو ب??ان كښې ده ووئيل چې د شهيد شويو اهلكارو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ ترهګر داسې بريدونو سره زمونږ حوصلې نه شي كمزورې كولې۔ د تره??رو كوم مذهب نه وي٬ كوم يو مذهب په بې ګناه او م??صو?? خلقو د بريد كولو اجازه نه وركوي۔