سيالكوټ 13 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپر??نو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس ??اشق اعوان وئيلي دي چې مولانا فضل الرحمان د بدعنوان عناصرو په په خاطر د مذهب كارډ كاروي٬ ګمراه ټولګۍ به د اولس په ګمراه كولو كښې پاتې راځي٬ وزيراعظم به د دوي نه لوټل شوې پېسه بازياب كوي او ?? قوم په پرمختګ به ئې خرڅ كوي٬ وزيراعظم عمران خان د نړۍ تر ټولو مقبول لارښود دے۔ هغې دا خبرې د اتوار په ورځ په ??هل?? غازي كښې د سوئي ګاز پرانستې دستورې ته په خپلې وېنا كښې وكړې۔ هغې ووئيل چې د وزيراعظم په مشرې كښې اولس ته ?? اسانيو وركولو عزم لرو۔ غريبانو د غلامې زنځيرونه ماتولو سره عمران خان ته رائې وركړې دي۔ هغې ووئيل چې د دې سيمې خلق د هېواد په معيشت كښې مهم كردار ترسره كوي۔ هغې ووئيل چې د كاروبار اسانې موقعې وركول د وزيراعظم عمران خان وژن دے۔ د سي پېك پروژو سره د روزګار موقعې پېدا شي۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د خپلې چين دورې په مهال د سي پېك اتهارټۍ له مخې ګڼ شمېر لوظنامې كړې دي چې پكښې د پاكستان ځوانانو لپاره د روزګار وركولو ضمانت وركړے شوے۔