اسلام آباد 07 نومبر(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن صادق س??جر??ني سره د سوېټزرلېنډ د رياستونو كونسل صدر جېن رېنے فرنيئر په مشرۍ كښې د پاكستان په درې ورځنۍ دوره راغلي پلاوي د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلې دي ۔ په دې موقع صادق س??جر??ني ووئيل پاكست??ن سوېټزرلې??ډ سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل دې اړيكو ته په ګڼ اړخيزه څانګو كښې لا پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔ په دې موقع د اړوندو چارو سره سره د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دې نه وړاندې د سوئټزرلېنډ د پارلماني پلاوي پارلمان ته په رسېدو د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق س??جر??ني او دوهم چيئرمېن سليم ما??ډو?? والا هركلې وكړو۔ په دې موقع پلاوي د سېنېټ چيئرمېن او دوهم چيئرمېن سره جلا جلا ملاقاتونه هم وكړل۔ د سېنېټ چيئرمېن د پلاوي په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستياﺀ هم وركړه چې پكښې سناتورانو سليم ما??ډو?? والا، سيد شبلي فراز، راجه محمد ظفرالحق او د سېنېټ سېكتر محمد انور هم ګډون كولو