اسلام آباد ۔ 7 جنوری (اے پی پی) د پاك سمندري ځواك دوه سمندري جهازونه ‘معاون’ او ‘اصلت’; د ??ېر سګالۍ په مشن د افريقې بېلو هېوادونو دوره كولو سره تنزانيه ته رسېدلي دي۔ دار السلام بندرځائې ته په رسېدو كوربه سمندري ځواك جهازونو ته تود هركلې ووې۔ د پاك سمندري ځواك وياند له مخې په پا??ست??ني جهازونو تنزانيه كښې ميډيكل كېمپ ولګولې شو چرته چې د زرګونو په شمېر كسانو ته د درملنو ٬ عملياتو او داروګانو آسانۍ وركړې شوې۔ د تنزانیه د پاك سمندري ځواك د خېر سګالۍ دا ګام په لويه كچه وستائلو او پا??ست??ن ته ئې د عقيدت پېرزوينې وړ??ند?? كړې۔ مشن کمانډر د چیف آف تنزانین نېوی په شمول د تنزانيه اعلې چارواكو سره ملاقاتونه وكړل او دوه اړخيزه سمندري مرستې ته په وده وركولو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د پاك سمندري ځواك په جهاز كښې وركړې شوې عشائيې كښې د كوربه سمندري ځواك اعلی چارواكو ٬ سفارتي او ځائي شخصياتو ګډون وكړو۔ په دې مهال مقبوضه كشمير كښې هندي ظلم او زياتې او ددې په اړه د پا??ست??ن دريځ هم رامخې ته كړې شو۔ د دې دورې مقصد د پا??ست??ن بيانيې ٬ دوه اړخيزه سمندري مرستې او د بشري خواخوږۍ جذبې ته وده وركول دي