اسلام آباد 15 مارچ (اے پی پی) د ??زی?? اعظم د سمندر پورې پا??ستانيانو خاص مرستيال سید ذوالفقار عباس بخاری وئيلي دي چې د 30 كلونو ګند پا??ولو كښې وخت ته اړټيا وي، سخت وخت تير شوې، په 16 م????شت?? كښې يو ملین كسان بهر هېوادونو ته لېږلې شوي، زرمبادله 20 اربه ډالره څخه 23.5اربه ډالره ته رسيدلې، هدف د كال 35 اربه ډالره دې برانډ پاکستان سره به د سېلګرۍ دروازې پرانستلې شي، ای او بی آئی كښې غلا ختمه كړې شوي، بايد مریم نواز شریف ته د هېواد څخه بهر تللو اجازه ورنه كړې شي،د تيرو 16 م????شت?? په مهال 7500 پاکستانی بنديوان هېواد ته راوستلې شوي۔ تيره ورح ميډيا سره په غير رسمی خبرو كښې ده ووئيل د 30 كاله ګند پا??ولو كښې وخت لګي د تيرو 16 م????شت?? پھ مهال قام سخت وخت ليدلې اوس د ښه والي پلو روان يو او ??زی?? اعظم عمران خان وړاندې څخه كال 2020 د ستونزو ختمولو كار ګرځولې ٬ ده ووئيل مونږ په عملي كار باور لرو او دې ته پا?? لرنه كوو، هم دغه وجه ده چې د 16 م????شت?? په مهال يو ميلن كسان بهر ته لېږلې شوي ، قطر لپاره د يو لاكه افرادی قوت ټراګټ پوره شوي ، خلیجی هېوادونو سره سره جاپان, ساوتھ کوریا, رومانیه, ملائشیا, المان کار روان دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل جاپان لپاره افرادی قوت له لینګویج سینټر به پرانستلې شي چرت هبه چې د جاپان ژبه ښودلې شي۔ده ووئيل كله چې مونږ اقتدار كښې راغلو نو افرادی قوت تر 7/8 هېوادونو محدود ؤ مونږ به دغه 25 هېوادونو ته رسوو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ??زی??اعظم عمران خان د خپل لوظ ترمخه تر اوسه 7500 پاکستانیان د بهر هېوادونو زندانونو څخه راوستلو كښې بريالې شوي۔