اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاكټر ع??دا??حفيظ شېخ وئيلي دي سخت مالياتي نظم او ضبط له امله سږ كال د درې فيصده شرح نمو هيله لرلې شوه ٬ خو د وباء نه پس دا هدف سركول ممكن نه دے٬ د جاري حالاتو په سوب شرح نمو د منفي 1 نه تر منفي 1.5 د پاتې كېدو امكان دے٬ په ګروپ 20 د پاكستان د قرض د ري شېډولنګ مرستيال يم۔ ډاكټر ع??دا??حفيظ شېخ دا خبرې پاكستان كښې د ا??مان سفير برن هارډ شتېفن شالجيك ٬ د فرانس سفير ډاكټر مارك بېريټي او د فرانس سفارت د ا??تصادي قونصلر اېنزبوئټرے سره ملاقات كښې كړې۔ ډاكټر ع??دا??حفيظ شېك د سفيرانو هر??لے وكړو او دوي ئې د كرونا نړيوالې وباء په تناظر كښې په هېواد كښې د مجموعي اقتصادي منظرنامې او سباٶن كښې د معيشت د ممكنه آثراتو نه خبر كړل۔ ډاكټر حفيظ شېخ سفيران په ټولنه كښې د بې وسه او كمزورو ??بقو لپاره د وزيراعظم د احساس پروګرام له مخې د مرستې پېكج او د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې د كاروبار ودې لپاره د حكومت لخوا د پورته كړو اقداماتو نه ه?? خبر كړل۔ ده ووئيل سخت مالياتي نظم و ضبط له امله سږ كال د درې فيصده شرح نمو هيله وه٬ خو د وباء نه پس دا هدف سر كول ممكن نه دے٬ د جاري حالاتو په سوب شرح نمو د منفي 1 نه تر منفي 1.5 د پاتې كېدو امكان دے۔ده ووئېل په ګروپ 20 د پاكستان د قرض د ري شېډولنګ مرستيال يم۔ ده ووئيل چين٬ سعودي عرب او د ا??اراتو پشمول د يو شمېر هېوادونو واجب الادا 1.8 اربه ډالره قرض ري شېډول كېدونكے دے ٬ پاكستان تر اوسه د كمرشل قرض د ري شېډولنګ خواست نه دې كړے۔ ډاكټر ع??دا??حفيظ شېخ د ملګرو هېوادونو لخوا د معاونت په وړاندېز د دوي مننه وكړه او هيله ئې څرګند كړه چې پاكستان ٬ المان او د فرانس ترمېنځه مرسته به د دري واړو هېوادونو اولس لپاره يو ډول ګټه وره وي۔