اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د انصاف اوسني نظام نه سقم لرې كول او اولس ته آسان ٬ ارزان او سمدستي توګه انصاف باوري كول د تح??يك انصاف د منشور بنيادي برخه ده?? د ??انون وزيرِ?? د ??ارلماني چارو سلاحكار او په اټارني جنرل مشتمله كمېټي دې د اولسي هېلو له مخې د قانوني اصلاحاتو عمل مخ په وړاندې بوتللو له روډ مېپ مرتب كړي د كوم په ر??ا كښې چې به راتلونكې اوونۍ كښې نورې پرېكړې كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د جمعې په ورځ اولس ته آسان او د سمدستي انصاف وركولو لپاره د اصلاحاتو په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په عونډه كښې د قانون وفاقي وزير بيرسټر فروغ نسيم، خارجه وزيرِ شاه محمود قرېشي?? د ??زيراعظم پارلماني چارو لپاره سلاحكار ډاکټر ظهير الدين بابر اعوان، اټارني جنرل خالد جاوېد خان، قانون لپاره پارلماني سېكرترې ملائيکه علي بخاري او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ د قانون وزير بيرسټر فروغ نسيم د اوسني حكومت د انصاف نظام لپاره په شوو مهمو اصلاحات?? لكه د ديواني مقدمو زر تر زره سر ته رسولو ، د وراثت انتقال ، په جائيدادونو كښې د مېرمنو وراثتي حق، د رياست لخوا بې وسه او د نادارو طبقو قانوني معاونت كول او كريمنل جسټس سسټم كښې د شوو اصلاحاتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ سول پروسيجر كښې د اصلاحاتو په نتيجه د كلونو پرتې مقدمې سر ته رسولو لپاره يو وخت ټاكلې شوے ٬ په اړوندو قوانينو كښې اصلاحاتي عمل او د ټيکنالوجۍ استعمال سره به چرته چې يو خوا په نظام كښې بهتري راشي هلته به سائلينو ته آسان او سمدستي انصاف ترلاسه شي۔