اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا د كورونا رنځورانو لپاره د ??ست??مالېدونكې انجكشن ?? كمي او په زياته بېعه د خرڅېدو سخت نوټس اخستلو سره ډرېپ ته د منافع خوړونكو او په زياته بېعه د داروګانو خرڅونكو په ضد د سختې قانوني كارروائې كولو هدايت كړے. د خالي په ورځ د روغت??ا وزارت وياند ووئيل چې د كورونا سختو رنځورانو لپاره د ټوسيليزوماب ﴿اېكټېمرا﴾ انجكشن ?? يو وايل قيمت 11952 دے، 200 اېم جي انجكشن ?? 29882 وايل دے او د 400 اېم جي قيمت د وايل 59764 روپے دے. د زياتې وصولې شكايات دې د ډرېپ په ټول فري نمبر080003727 درج كړے شي، ډرېپ به په دې شكاياتو كارروائي كوي. ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي چې حكومت د كورونا وائرس د رنځورانو علاج لپاره موثر اقدامات كوي. په ماركيټ كښې د رېمېډيسوېر انجكشن موجودګۍ لپاره دوه امپورټرز او 12 لوكل مېنوفېكچررز ته اجازه وركړې شوې. د اېكټېمرا انجكشن ??يات قيمت ترلاسه كوونكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي.