اسلام آباد ۔ 22 جون (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل وئيلي دي د 42 ملینه روپو په ګرانټ د اېن اے 191 ډیرہ غازی خان په 14 سکولونو كښې د كلاس ر??مز او نوو بلاكس جوړولو په منصوبو كار پېل كړے شوے ۔ د پخوانو جاګيردارؤ د لاسه د زده كړې دروازې بندې پاتې كېدو له امله د سيمې اولس د زده كړو په مېدان كښې وروستو پاتې شوے۔ د تحریک انصاف حکومت به د سيمې د خلقو د تعليم په اړه د محرومتيا احساس لرې كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې ډېره غازي خان كښې د مختلف پرائمري او هائي سكولون?? دورې په موقع وكړه۔ دې ووئيل د بده مرغه په تېرو 72 كلونو كښې نه په سكولونو كار شوے او نه د زده كړو د معيار په ښه كېدو۔ دې ووئيل مونږ اولس ??ره كړې لوظونه تر ??ره كوو۔ كومو سيمو كښې چې سكولونه نشته هلته نوي سكولونه جوړوؤ۔ په دې به 42 ملينه روپۍ مصرف كولې شي او دې لپاره فنډز جاري كړے شوے