اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) په قومي اسمبلۍ كښې په بجټ د بحث په مهال د اسمبلۍ غړو د پخوانې فاټا ضم شويو ضلعو لپاره په اېن اېف سي كښې د درې فيصده كوټه عملدرآمد، په بلوچستان، ګلګت بلتستان او پخوانې فاټا كښې د تهري او فور جي انټرنېټ سروس غوښتنه كړې او د كورونا وائرس وبا مخ نيوي لپاره ئې وړوكو روغتونونو ته د اسانيو ور??ول?? تجويزونه وركړي دي. د نهې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د راتلونكي مالي كال په بجټ د بحث په مهال د قومي اسمبلۍ غړي س??جد طوري ووئيل چې بهرمېشته پاكستانيان ډېر په تكليف كښې دي، د هغوي ستونزې ت?? زر حل كړې شي، مونږ د خارجه وزارت څخه وېزو د پراختيا خواست هم كړے. ده ووئيل چې ضم شويو ضلعو لپاره د اېن اېف سي په مد كښې د 110 اربه روپو رقم جوړېږي، دغسې په پي اېس ډي پي كښې د 24 اربه او ډونرز لپاره د 5 اربه روپو ور??ول?? باور وركړے شوے و. په 56 اربه روپو كښ?? د ??ي اېس ډي پي 24 اربه روپې شاملې دي. بايد وفاق د سندھ حكومت سره خبره وكړي. ده ووئيل چ?? د ??اتې سيمو زده كوونكي تهري او فور جي انټرنېټ لپاره احتجاج كوي، خو څوك ئې غوښتنه نه اوري. ده په ضم شويو ضلعو كښې د امن ا?? امان ښه ??ول?? غوښتنه هم وكړه. د قومي اسمبلۍ غړي علي خان جدون په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره ووئيل چې په بجټ كښې په اولس كوم بوج نه دې اچول شوے او دا ډېره خوشبينه خبره ده. د هېواد لوي روغتونونه په دې وخت كښ?? د ??ورونا خپرېدو مركزونه جوړېږي، كه هر څو دا صوبائي معامله ده خو بايد وفاق هم دې مسئلې ت?? پام وكړي. مونږ سره د روغتونونو ښه ??ول?? دا غوره موقع ده او بايد د دې څخه استفاده وكړې شي. بايد مونږ بي اېچ يوز ته اسانيې وركړو چې دغس?? د ??ورونا رنځوران تر خپله سيمه محدود وي. ده په خپله سيمه كښې د برېښنا او د ګاز د ستونزو حل ??ول?? غوښتنه هم وكړه. د مجلس عمل غړي سيد محمود شاه په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره ووئيل چې په بجټ كښې صوبې نظرانداز كړې شوې دي. بلوچستان لپاره يواز?? د ??س اربه روپو فنډ ناكافي دے. حكومتي غړو ته پرمختيائي فنډ وركول كېږي، آيا مونږ د اولس استازي نه يو.