اسلام آباد 06 جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی ف??از وئيلي دي پاكستان برتانیې سره خپلو اړيكو ته ?? قدر په سترګه ګوري، د كورونا وائرس په دې سخت وخت كښې د برتانيې حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كوو،د كورونا له امله د ټولې نړۍ معیشتونه ځپلے ش??ي،??ین سی او سی هيواد كښې د كورونا په ضد د كوټلو هلو ځلو مركز دے۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د برتانيې هائی كمشنر كرسچن ټرنر سره د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو، د كوویډ ۔ 19 صورتحال او د میډیا څانګه كښې مرستې ته د ودې وركولو په اړه خبرې شوي۔ د اطلاعات او خپرونو وزیر سېنېټر شبلی ف??از و??ئيل پاكستان برتانیې سره خپلو اړيكو ته ?? قدر په سترګه ګوري۔ دواړه هيوادونه خپلو كښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ ده ووئيل برتانیه كښې د كورونا وباﺀ له امله په شوي ځاني زيان دړديدلي يو۔په دې سخت وخت كښې مونږ د برتانیې حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كوو۔ سېنېټر شبلی ف??از و??ئيل د كورونا وباﺀ د عزم او همت سره په مقابله كولو د برتانيې د هڅو ستائنه كوو ۔ ده ووئېل كورونا يوه نړيواله وباﺀ ده، دې له ماتې وركولو له به په ګډه هڅې كول وي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د وړومبۍ ورځې څخه اولس د كورونا څخه محفوظه ساتلو او معاشی ستونزو څخه بچ كولو لپاره په متوازن تګلاره عمل كوو۔ هيواد كښې د سمارټ لاك ډاؤن تګلاره ګټه وره ګرځيدلې ۔ ده ووئېل د كورونا له امله د نړۍ معیشتونه ځپلے شوي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د پرمختګ كوونكو هيوادونو قرض كښې ریلیف لپاره هڅې پيل كړي۔ د خوشحالۍ خبره دا ده چې جی 20 هيوادونه قرض كښې ریلیف وركولو لپاره ښه كردار ترسره كوي۔وفاقي وزير سېڼېټر شبلی ف??از و??ئيل