اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پ?? پي) وزيراعظم عمران خان ځوانانو ته د هنر وركولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي حکومت پاکستان يو خود انحصاره هېواد او په سباٶن كښې نړيوال قوت جوړول غواړي ۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ د نېشنل ډيفنس پوهنتون (اېن ډي يو) د آئي سي ټي څانګې پحقله د سېمينار پائې سېشن مشرۍ په مهال خپلې وېنا ك??ې وكړې۔ په سېمينار كښې د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه، د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسې??٬ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل، د اېن ډي يو پريذيډنټ ليفټيننټ جنرال محمد سعيد هم م??جو?? وٶ۔ په سېمينار كښې د آئي سي ټي قامي او نړيوالو پوها??و او د صنعتي څانګې نمائندګا??و او سينئر پوځي او سول چارواكو هم ګډون وكړو۔ د نېشنل ډيفنس پوهنتون انسټيټيوټ فار ستراتېژك سټډيز، ريسرچ اېنډ انالائسز ډائريکټر جنرل د سېمينار سفارشات وړاندې كړل۔ په دې موقع خپله وېنا ك??ې وزيراعطم د آئي سي ټي په څانګه كښې په سېمينار كولو د اېن ډي يو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل آئي سي ټي څانګه د روزګار او آمدن موقعې زياتولو زيات صلاحيت لري۔ ده هېواد كښې د ځوانانو آبادۍ كښې د هنر د ودې په حاجت زور رواړلو سره ووئيل زمونږ د حكومت مقصد خود انحصاره پاكستان دے كوم چې به د يو نړيوال قوت په توګه رامخې ته كېږي۔ وزيراعظم د حكومت لخوا د آئي سي ټي شراكت دارو ته د يو ساز ګار او معاونه رېګولېټري ماحول وركولو لپاره د بشپړه سهولت وركولو باور وركړو