اسلام آباد 14 اکتوبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري وئېلي دي د بصارت څخه محرومو كسانو له بنيادي آسانيو وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه دوي د سپينې لښتې نړيوالې ورځ په موقع په خپل پېغام كښې وكړه كومه چې هر كال د اكتوبر په 15مه نېټھ په ټوله نړۍ كښې لمانځلې ك??ږي۔په دې موقع سپيكر ووئيل د بصارت څخه محروم كسان په زړه پورې صلاحيتونه لري او كه هغوي له د تعليم او رو??ګار يو ډول موقعې وركړی شي نو د عامو وګړو غوندې د هېواد په رغونه او پرمختګ كښې كردار ??رسره كولے شي۔ده وئيل سپينه لښته د دې خبرې علامت دے چې د بصارت څخه محروم كسان د چا مختاج نه دي٬سپيكر د بصارت څخه محرومو كسانو هڅې ستائېلو سره ووئيل د بصارت څخه محروم كسان د هېواد په ټولو څانګو كښې كردار ??رسره كوي۔سپيكر ووئيل حكومت د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د اهل كسانو لپاره قانون سازي كړی دغسې چې د هغوي مسئلې حل شي۔ده ووئيل حكومت په خاص توګه اهل كسانو له د تعليم او رو??ګار يو ډول موقعو وركولو لپاره ګامونه پورته كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل اسمبلۍ سېكرټرېټ ته سپارښتنه شوې چې د قامي اسمبلۍ وېب پاڼه د بصارت څخه محرومو كسانو لپاره د رسنې وړ جوړه شي۔په دې موقع ډپټي سپيكر قاسم خان سوري ووئيل د سپينې لښتې ورځ مونږ ته يادګېرنه كوي چې مونږ د بصارت څخه محرومو كسانو له هر ممكن آسانۍ وركړو۔ده ووئيل د جديدې ټېكنالوجي له امله محروم كسان هم د نورو وګړو پشان د هېواد په پرمختګ كښې كردار ??رسره كوي۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د بصارت څخه محرومو كسانو له يو ډول د تعليم او رو??ګار موقعو وركولو لپاره به كردار ??رسره كوو