پېښور 26 اكتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان د ګل په ورځ د ريګي للمې دوره كړې او د پاكستان كسټم پېښور تر سيوري لاندې د شجركارې په دستوره كښې ئې د خاص مېلمه په توګه ګډون كړے. پ?? دې ده د ګورنر فروټس فار آل پروګرام له مخې د زيتون بوټے نال كړو. پ?? دې موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې ??ورنر شاه فرمان ووئيل د دې پروګرام له مخې به په ابتدائي توګه په ټوله صوبه كښې 50 لكه د مېوو بوټي نالولے شي. ده ووئيل مونږ غواړو چې په خېبر پښتونخوا كښې د مېوو دومره باغونه وي چې اولس د مېوې اخستو ضرورت ونه لري.