اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په قيادت كښې حکومت د اظهار په آزادۍ د آ??ين بنيادي حق تر مخه پوخ باور لري، د ميډي?? صنعت پرمختګ او ودې لپاره به ټول ممكنه سهولتونه وركول جاري ساتلے شي۔ وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز خپل پېغام كښې د پاكستان براډ كاسټر اېسوسي اېشن عهدېدارو ميا عامر محمود ته په چيئرمېن، سلمان اقبال او مير ابرهيم ته په وائس چيئرمېن، شکيل مسعود ته په عموم?? سېكتر٬ احمد زبېري ته په جوائنټ سېكتر او محمد اطهر قاضي ته د خ??ان?? په سېكتر ټاكلے كېدو مباركي وركړه۔ ده هيله څرګنده كړه چې د پاكستان براډ كاسټرز اېسوسي اېشن (پي بي اے) نوې ټاكلې باډي به د ميډي?? صنعت په خاص توګه د خبريالانو او وركرانو د مسئلو حل لپاره خپل بشپړه صلاحيتونه پكار رواولي۔ د اطلاعات وزير سنيټر شبلي فراز ووئيل الېكټرانك ميډيا په ټولنه ژور اثرات مرتب كوي چې پكښې فېصله سازي٬ د رائے عامه تشكيل او اولس د حالاتو نه په خبرولو كښې كليدي كردار شامل دے