ګلګت 24 نومبر (اے پی پی) الیکشن کمیشن په ګلګت بلتستان كښې د ميرمنو لپاره په خاص كړو 6 چوكو او ?? ټیکنوکریټس د 3 کامیابو كانديدانو حتمی فهرست جاری کړے ۔ د دې فهرست له مخې پاکستان تحریك انصاف ته د ميرمنو 6 چوكو كښې 4 ترلاسه شوي،دغسې ?? ټیکنوکریټس په 3 چوكو ورته 2 ترلاسه شوي۔ په مجموعي توګه پاکستان تحریك انصاف ته په 33 غړو كښې ګلګت بلتستان اسمبلۍ كښې 22 چوكۍ ترلاسه شوي ٬ مجلس وحدت المسلمین كوم چې د پاکستان تحریك انصاف اتحادی ګوند دے هغوي ته هم ټاكنو كښې يوه چوكۍ ترلاسه شوې ۔دغسې پاکستان تحریك انصاف په مجموعي توګه د 23 غړو حمایت ترلاسه دے۔پاکستان پیپلز پارټي د ميرمنو لپاره په مخصوص چوكو كښې يوه او ?? ټیکنوکریټ هم يوه چوكۍ ترلاسه شوې دغسې ټاكنو كښې پی پی پی ته درې چوكۍ ترلاسه شوي او دې نه پس ګلګت بلتستان اسمبلۍ كښې د هغوي مجموعي شميره 5 ته رسيدلې۔پاکستان مسلم لیګ ن هم ميرمنو لپاره په خاص كړو چوكو كښې يوه ترلاسه كړې او دغسې ټاكنو كښې د دغې ګوند دوه كانديدان كامياب شوې چې ورسره مجموعي شميره درې ته رسيدلې