سرينګر 05 دسمبر (اے پي پي) په غېر قانوني مقبوضه جمو و كشمير كښې د نرېندر مودي د فسطائي هندي حكومت لخوا تېر كال د اګست په پنځمه نېټه د لګول شوې پرله پسې پوځي محاصرې په وجه د كشميريانو ژوند سختو ستونزو سره مخ دے. په مقبوضه سيمه كښې د هندي پوځ د پوځي محاصرې په 16 مياشتې پوره كېدو د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا په جاري شوي يو رپورټ كښې انكشاف شوے چې هندي ځواكونو په دې موده كښې د اوو ??ېر??نو پشمول 291 كشميريان شهيدان كړي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې زياتره كشميريان د محاصرې او لټون په نوم ?? كارروائيو په مهال په جعلي مقابلو كښې شهيدان كړے شوي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې زياتره ځوانان د خپلو كورونو نه پورته كړے شوي دي او په دوي د مجاهد كېدو يا مجاهدينو لپاره ?? كار كولو بې ب??سټه تورونه لګول شوي دي او ب??ا وروستو شهيدان كړے شوي دي. د رپورټ له مخې د تېرو شپاړس مياشتو په مهال د 291 كشميريانو د شهادتونو په نتيجه كښې شپاړس ??ېر??نې كونډې او 36 ماشومان يتيمان شوي دي. په دې موده كښې د طاقت وحشيانه استمال په نتيجه كښې يو زر 5 سوه 77 كسان ژوبل ك??ے شوي دي او 14 زره 2 سوه 19 كسان ګرفتار كړے شوي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې قابض هندي ځواكونو په دې موده كښې 976 كورونه او ودانې تباه كړې دي او د 94 كشميري ??ېر??نو ئې بې حرمتي كړې.