اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئ??لي دي د هېواد ستونزې حل كولو لپاره به م??نږ له د قائداعظم ??صول خپلول وي. ده دا خبرې د قائداعظم ورځې په موقع په خپل پېغام كښې كړې كومه چې نن د دسمبر په 25مه نېټه په جوش او جذبه لمانځلې شي. د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل قائداعظم محمد علي جناح د 20مې پېړې عظيم لارښود او د اسلامي امت د اتحاد علامت ؤ. سپيكر ووئيل قائداعظم محمد علي جناح چې كومه كارنامه ترسره كړې تاريخ د دغې د متوازي په وړاندې كولو كښې پاتې دے. ده ووئيل د قائداعظم ??صول اتحاد، ايمان او تنظيم خپلولو سره م??نږ نه يوازې د هېواد په ستونزو قابو موندلے شو بلكې خپل عملي ژوند هم ښه كولے شو. سپيكر د مشهور مورخ سټېنلے ولپرټ حواله وركړه چا چې قائداعظم ??ه د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئ??لي وو په نړۍ كښې داسې خلق ډېر كم دي كومو چې تاريخ بدل كړے او د هغو خلقو شمېره نوره هم كمه ده كومو چې د نړۍ نقشه بدله كړې، شائد چې چا د داسې نظرياتي رياست جوړولو امتياز ترلاسه كړے وي۔دهووئېل محمد علي جناح هغه يواځنې ليډر دے كوم چې دا درې واړه امتيازات ترلاسه كړي. ده ووئيل د قائداعظم ?? فهم و فراست نتيجه وه چې د نيمې وچې مسلمانانو يو موټې كېدو سره په لنډه موده كښې يو آزاد رياست ترلاسه كړو. سپيكر ووئيل د قائداعظم وژن له مخې خوږ وطن جوړولو لپاره د محنت او كار كولو ضرورت دے