مظفر آباد۔25جنوری(اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر خان وئيلي دي هند د انسانيت وژ??نك?? هېواد دے۔ د هند جمهوريت نړۍ سره لويه دهوكه ده۔ د جمهوريت ادعا ك??نك?? هند د نړۍ تر ټولو لوئې ترهګر هېواد دے۔ د هند د جمهوريت ورځ زمونږ لپاره توره ورځ ده۔ هند په كشمير غېر قانوني قبضه كړې ۔ د 7 لسيزو نه هند مقبوضه كشمير كښې د ظلم او جبر يوه لړۍ روانه ساتلې۔ د اګست 5 م?? نېټې نه وروستو چې مقبوضه كشمير كښې څه شوي آيا دغه يو جمهوري هېواد كوي۔ په هند كښې ژوند كوونكي اقليتونه د انتها خوښو واكمنو نه به يره كښې دي۔ وزیراعظم راجه محمد فاروق حېدرخان ووئيل د كشميري اولس د حريت جذبې ته سلام كوم او د لكھونو په شمېر شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم كومو چې په خ??له وينه د تحريك مشال روښانه ساتلے او د ستونزو باوجود ئې د حريت جوش سړېدو له نه دے وركړے۔ هغه ووئيل د هند د 5 اګست اقدام كشميرے اولس نه تسليموي۔ كشميرے اولس كله هم د هند برخه نه ده پاتي شوے او نه به شي۔ هغه ووئيل كشميرېان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د آزادۍ خپل حق غواړي او په دې اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل يو شمېر قراردادونه موجود دي