اسلام آباد۔15فروری(اے پی پی) داخله وزير شېخ ر??يد احمد وئيلي دي د پاكستان مسلم ليګ (ن) مشر لارښود پاسپورټ به په 16 فرورۍ منسوخ كړے شي۔ 24 ساعته وروسته به د هغه د پاسپورټ معياد ختم شي۔ د ګل په ورځ د نجي ټي وي پروګرام كښې خپلو خبرو كښې هغه ووئيل حكومت به د پي ډي اېم لانګ مارچ په لاره كښې خنډان نه ودروي خو چا له به د قانون په لاسو كښې د اخستو اجازه هم ورنكړي۔ هغه ووئيل كه څوك كومه هم سيمه كښې اشتعال انګېزۍ كښې ككړ وموندلے شو نو په ضد به ئې سخته كارروائي كولې شي۔ هغه ووئيل حكومت پي ډي اېم له د الېكشن كمېشن نه بهر د لاريون اجازه وركړې وه خو اولس په دغه لاريو?? كښې ګډ??ن ونكړو۔ هغه ووئيل دغسې پي ډي اېم له به په لانګ مار?? كښې هم د ناكامۍ نه سوا بل څه په لاس ورنشي۔