اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوی سره د برونائی دارالسلام موده تر سره كونكي هائی کمشنر بریګیډیئر جنرل (ر) محمود سیدین د شورو په ورځ د مخه ښ?? ملاقات كړے۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې صدر د پاکست??ن او برونائی دارالسلام ترمينځه تجارت?? او معاشي اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي بايد دواړه هېوادونه شريكې ګټې لپاره معاشی او تجارتی اړيكې متنوع كړي۔ده ووئيل پاکست??ن او د برونائی دارالسلام اړيكي په شريكو اقدارو ، مذهب او نړيوال امن او استحکام لپاره په شريكو خواهشاتو اډانه دي، پاکستان كښې د زراعت څانګه مستحکمه ده او برونائی په دې څانګه كښې د پاکستان د تجربې څخه ګټه پورته كولې شي۔ صدر د پاك برونائی انویسټمنټ کمپنۍ د پاکستان معاشی پرمختګ كښې په مهم کردار د اطمینان څرګندونه وكړه۔ صدر د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشی اړيكو ته د و??ې وركولو او مرسته لا مستحکمولو كښې د موده تر سره كونكې هائی کمشنر خذمات وستائل۔دغسې صدر عوامې رابطو ته د و??ې وركولو او د كلتوري تبادلو په حاجت زور راوړو۔