اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف لارښود سينېټر شبلي فراز د سنئير خبريال ??هيل عبدالناصر په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې سينېټر شبلي فراز ووئيل چې ارواښاد سهيل عبدالناصر يو زيرك خبريال ??. د هغه د صحافت په ميدان كښې د قدر وړ خدمات به عمر له ياد ساتلې شي۔ ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔