اسلام آباد 07 اپريل (اے پ?? پي) د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې د پاكستان او سع??دي د اړيكو خرابولو كومه هم ناوړه هڅه نشي كاميابه كېدې ٬ پاكستان او سع??دي د ورورولۍ او محبت په بنياد اړيكې لري۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان كښې د سع??دي سفير نواف سع??د المالكي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔د كورنيو چارو د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د پاكستان او سع??دي د اړي??و پشمول د شريكې خوښې په چارو او په كراچۍ كښې په كال 2011م كښې د سع??دي د سفارت كار د وژنې په اړه د تورونو په اړه خبرې وشوې۔د كورنيو چارو وزير ووئيل چې په پاكستان كښې د سع??دي د سفارتكارو وژنه د ترهه ګرۍ بدتره كاروائي وه۔په څرګنده د دې پېښې مقصد د پاكستان او سع??دي اړيكې خرابول و۔د ترهه ګرۍ په پېښه كښې ككړ تورن به د قانون نه بچ نه شي۔د كورنيو چارو وزير د سع??دي باچا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔په ملاقات كښې د كورنيو چارو سېكرتري يوسف نسيم كهوكهر هم موجود و۔(