اسلام آباد 08 اپريل (اے پي پي) خار??ه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د زيارت په ورځ د پينډۍ آرمډ فورسز انسيټيټوټ فار ري هيبيلټيشن ميډېسن دوره وكړه۔آرمي ميډيكل كور مشر لفټيننټ جنرل نګار جوهر او آرمډ فورسز انسټيټيوټ فار ري هيبيلټيشن ميډيسن مشر كمانډنټ ميجر جنرل ظفر علي او د انسټيټيوټ انتظاميې د خار??ه وزير هركلے وكړو۔خار??ه وزير آرمډ فورسز انسټيټيوټ فار ري هيبيلټيشن ميډېسن په لان كښې بوټي نال كړے ۔ خار??ه وزير ته د آرمډ فورسز انسټيټيوټ فار ري هيبيلټيشن ميډېسن دائره كار او كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركرے شو ٬ دې نه پس خار??ه وزير د بيل وارډز دوره وكړه او هلته د داخلو پاك پوځ ځوانانو سره ئې ملاقات وكړو۔خار??ه وزير آرمډ فورسز انسټيټيوټ فار ري هيبيلټيشن ميډېسن كښې طبي آسانۍ وستائلي۔خار??ه وزير د داخلو ځوانانو عزم او حوصله وستائله۔ده ووئيل زمونږ پوځ او قانون نافذ كوونكو ادارو د ت??هه ګرۍ په ضد جنګ كښې قربانۍ وركړي۔ ټول قام د خپلو ځوانانو سره اوږه په اوږه د ت??هه ګرۍ په ضد جنګ كښې ولاړ دېے۔آرمډ فورسز انسټيټيوټ فار ري هيبيلټيشن ميډېسن هېواد كښې د مصنوعي اعضا تر ټولو لوئې او جديد مركز دے چرته چې په خاص توګه په جنګ كښې د ژو??ل شوو عسكرو درملنه كيږي