اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د تركيې هڅو ته د قدر په سترګه ګوري، هيله ده چې افغان ډلې به د جامع، وسيع البنياد او د جامع سياسي حل ل??اره د كار كولو موقع د لاسه ورنه كړي. د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند په تركيه كښې د افغانستان د س??لې عمل په اړه د كانفرنس د ځنډېدو په اړه د مېډيا ?? يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل پاكستان هيله لري چې په تركيه كښې به د افغان مشرانو راتلونكې غونډ?? لپاره نوې ن??ټې ته زر حتمي شكل وركړے شي كومه چې افغان اولس لپاره د س??اسي حل پ پلو د پرمختګ مهمه موقع ده. وياند ووئيل پاكستان به په افغانستان كښې دائمي امن او استحكام لپاره د هڅو ملاتړ او مرسته روانه ساتي. مونږ تل وئيلي دي د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري. وياند ووئيل پاكستان به په افغانستان كښې دائمي امن او استحكام لپاره په هڅو كښې نړيوالې ټولنې سره په ګډه كار روان ساتي