اسلام آباد۔4جولائی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير فرخ حبيب وئيلي دي د کووډ۔ 19 د لاسه د نړۍ معيشتونه ناست دي بياهم پاكستان كښې د ع??را?? خا?? كاميابې تګلارې له ا??له نه يوازې معيشت پرمختګ كوي بلكې دې سره سره ژوند او روزګار ته هم تحفظ ترلاسه شوې دې۔ د نون ليګ د غلطو پالېسيو د لاسه برآمدات او د سروسز په شمول ټولې څانګې زيان سره مخ وې۔ هغه و??ئيل د ع??را?? خان په مشرۍ كښې د سروسز په شمول برآمداتو كښې 31 اربه ډالره اضافه شوې ده۔ د لنډے سوغات د سوات اولس بې لاره كولو كښې كامياب نه شؤ۔ د سوات اولس غېرتي دې او هغه د ع??را?? اولنے صف دے۔ هغه د اتوار په ورځ سركټ هاؤس فېصل آباد كښې خبري كنفرنس ته ګډون كولو۔ هغه و??ئيل په كال 2013 كښې ریمیټنس 13921 ملین ډالره، 2014 كښې15837 ملینه ډالر ،2015 كښې 18719 ملین ډالره، 2016 كښې 19916م لین ډالره، 2017 كښې 19335 ملین ډالره ،2018 كښې 19913 ملینه ډالر،2019 كښې 21739 ملین ډالره ،2020 كښې 23132 ملین ډالر او 2021 كښې 29200ملین ډالر پاتې شوې۔ هغه و??ئيل په روا?? كال كښې 2021 كښې ریمیټنس كښې ريكارډ اضافه شوې ده۔ هغه و??ئيل د نون ليګ په دور كښې د نان ډيبټ ريونيو 10 اربه ډالره و??۔ د پي ټي آئي حكومت په دور كښې دا 60 اربه ډالره ته ورسېده۔ هغه و??ئيل د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل يو كال كښې 60 اربه ډالرې هېواد ته راغلي دي۔ موجوده حكومت هېواد كښې ريكارډ ډالر راوړلې دي۔ ځكه خو دوئي د ټاكنو اصلاحاتو نه يرېږي۔ هغه و??ئيل مونږ د كاركردګۍ په بنياد اولس ته تلل غواړو۔ هغه و??ئيل په اولني ځل داسې شوې چې ډالر د هېواد نه بلكې هېواد ته راروان دي۔ هغه وئيل د پاكستان وزيراعظم ع??را?? خان د پاكستان معيشت په سم لوري اچولے دے۔ هغه و??ئيل تر دې دمه د حكومتي ګامونو په نتيجه كښې ريكارډ ټېكس جمع شوے۔