نیویارک۔7اګست(اے پی پی) پاكستان د هند او افغانستان د پاكستان خاوره د ترهګرو خوندي ځايونو ګرځولو سخته غندنه كړې ده او د هند او افغانستان تورونه ئې رد كړي دي۔ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په غونډه کښې د جنګ ځپلي افغانستان د وضعیت په اړه د بحث وروسته ، په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان سفیر منیر اکرم یوې خبري غونډې ته وېنا وکړه كوم كښې چې هغه ??ه هند سختې نیوکې وکړې څوك چې اګست مياشتې لپاره د سلامتي كونسل مشر دے او چا چې افغانستان كښې امن لپاره د نېغ په نېغه ??مكار كېدو او د ګاونډي كېدو باودجود پاكستان ته د خطاب موقعه ورنكړه٬ هغه ??وئيل مونږ په دې لړ كښې په باضابطه توګه خواست هم وړاندې كړې ؤ او د هغې باودجود انكار وكړے شو۔ هغه د ملګرو ملتونو هېډكوارتر كښې شوي خبري كنفرنس كښې د ورځپاڼو نمائندګانو ته ووئيل مونږ د هند په صدارت كښې د انصاف كومه هيله نه لرؤ۔ هغه ??وئیل د افغانستان د وضعیت په اړه د پاکستان بشپړه بیان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غړو ته واستول شي. هغه ??ه پاکستان کښې د ترهګرو د خوندي او پټ ځایونو په اړه تورونه رد كولو سره ووئيل چې دا یوازې افسانې دي۔ منیر اکرم په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې القاعده ، داعش ٬ تحریک طالبان پاکست??ن او د ختیځ ترکمانست??ن اسلامك موومنټ دې په كوم هم هېواد بريدونو لپاره د افغانستان خاورې كارولو څخه منع كړې شي ولې چې ترهګري افغانست??ن او د دې ګاونډي هېواد په خاص توګه پاكستان لپاره لوے چېنلنج دے۔ هغه ??وئيل پاكستان جمعيت الاحرار او تحريك طالبان پاكستان ته د كوم بل د??ېم هېواد لخوا په ترلاسه كېدونكې مرسته سخته اندېښنه لري۔ سفير منېر اكرم د منطقې وضعې ته د زيان رسوؤنكو سخته غندنه وكړه كوم چې افغ??ن امن عمل د پاټلۍ نه د كوزولو هڅې كوي او په دې افغ??ن امن عمل كښې سهولت كاري پاكستان كړې ده۔ هغه ??نطقه كښې صورتحال ته زيان رسوؤنكو ته هم خبردارې وركړو۔ سفیر منېر اکرم زيا??ه كړه چې د پاكستان وزيراعظم عمران خان ټول عمري د افغانستان په سياسي حل زور راوړے دے ولې چې افغانستان كښې د تل پاتي امن او سېكورټي بحالۍ هم دا يوازينۍ لاره ده۔