اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې حكومت اېكسپورټرز لپاره آسانۍ رامخې ته كوي٬ د درآمدات او د برآمداتو ترمېنځه فرق كمولو له به په بيړنۍ توګه اقدامات كول وي?? کاروباري و??ور??لۍ له ښه چاپېريال او كاروبار د??ست پاليسۍ وركول د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د هېواد د برآمداتو حجم زياتولو لپاره د حكومت لخوا د پورته كړې شوې اقداماتو جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د قامي سلامتيا خاص مرستيال ډاکټر معيد يوسف، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د ک??مر?? او توان ډويژنونو سېكترانو او لوړ پورو ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيل شؤ چې د پاكستان د موجوده برآمداتو حجم كښې په مجموعي توګه 30 اربه ډالره اضافه ممكن ده٬ د برآمدات زياتولو په لړ كښې په ممكنه توګه آئي ټي، ټېکسټائل، داروګان، پولټري، وريژې، سبزۍ او مېوي، څرمن، مالګه، سنګ مرمر، سرامکس او د سرجيکل سامان پشمول 19 مصنوعاتو ته پام كولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې ټولې معاشي اعشاريې په مثبت پلو روانې دي خو درآمدات او د برآمداتو ترمېنځه فرق كمولو لپاره به په بيړني توګه اقدامات كول وي۔ حكومت اېكسپورټرز لپاره آسانۍ پېدا كوي۔ وزيراعظم ک??مر?? ډويژن ته امر وكړو چې بهر هېوادونو كښې تعينات د پاکستان ټرېډ اينډ انوېسټمنټ چارواكو لپاره دې هدفونه متعين كړې شي۔ ده ووئيل ک??مر?? ډويژن دې په راتلونكو دوه اوونيو كښې د ستراتېژك اېكسپورټ فرېم ورك منظورۍ لپاره وړاندې كړي۔ وزيراعظم ووئيل په پاکستاني برآمداتو كښې د اضافې په لړ كښې ماركيټ او مصنوعاتو كښې تنوع راوستل د موجوده حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان كارباري و??ور??لي يو شمېر پوټېنشل لري٬ کاروباري و??ور??لۍ له ښه چاپېرچل او كاروبار د??ست پاليسۍ وركول د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل حكومت كاروباري و??ور??لۍ سره په مشاورت د پاليسو جورولو په فلسفه عمل كوي او د حكومت او د صنعت د قوي همكارۍ لړۍ به روانه وي۔ ده ووئيل كه يو خوا حكومت كاروباري و??ور??لۍ ته د هر ډول ممكنه آسانيو وركولو په پاليسۍ په سختۍ سره عمل كوي نو بلخوا حكومت هيله لري چې كاروباري و??ور??لي به هم دې موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كړي او د هېواد د معيشت په استحكام كښې به د حكومت بشپړه ملګرت??ا وكړي۔