اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم وياند ??و د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئېلي دي چې په برتانيه كښې د شهباز شريف په ضد كومه مقدمه نه وه او نه د كوم عدالت نه برې شوې دې٬د برتانيې د نېشنل كرائم ايجنسۍ لخوا د سلمان شهباز منجمد شوے اكاؤنټ بحال كړې شو??۔ش??باز شريف او د هغه كورنۍ ته به د 28 اربه روپو د جعلي ټي ټيز رسيدونه وركول وي۔د نهې په ورځ خبر?? كنفرنس ته په وېنا كښې ده ووئيل چې د برتانيې بانك د سلمان شهباز د مشكوك ټرانزېكشن څخه د برتانيې نېشنل كرائم ايجنسي خبره كړې وه او ايجنسۍ د تحقيقاتو نه د برتانيې عدالت خبر كړو۔د دې نه پس د سلمان شهباز اكاؤنټ 12مياشتو لپاره منجمد كړې شو يو ځل بيا په دې كښې پراختيا وكړې شوه۔د ستمبر په لسمه نېټه دا منجمد شوې اكاؤنټ غېر منجمد كړې شوې۔ده ووئيل چې(ن)ليګ لپاره دا د فخر خبره ده چې د دوي ټرانزېكشن مشكوك ګرځولې شوې۔د ايماندارۍ په ټرانزېكشن كه شك وي نو د دې پلټنې په دوه اونۍ كښې ختمېږي خو د ده د مشكوك ټرانزېكشن پلټنې څو مياشتې روانې و??۔ش??باز ګل ووئيل چې په دې لړ كښې د برتانيې ادارې چې كله معلومات ترلاسه كړل نو مونږ دوي ته ووئيل چې دا مشكوك خلك دي۔ده ووئيل چې د شهباز شريف په ضد زمونږ په شكايات نه كومه كاروائي شوې او نه د هغه په ضد په برتانيه كښې كومه مقدمه روانه وه۔ده ووئيل چې وئېل كېږي چې په برتانيه كښې شهباز شريف د مني لانډرنګ د مقدمې څخه برې شوې۔دا بيخي غلطه خبره ده۔