اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) حكومت د كروندګرو ستونزې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو پرېكړه كړې، په پاكستان سېټيزن پورټل كروندګرو لپاره خاص ګېټېګري ??لا?? شوې، كرون??ګر خپلې مسئلې نېغ په نېغه په سېټيزن پورټل درج كولې شي. د زيارت په ورځ د وزيراعظم د دفتر لخوا په دې لړ كښې په جاري شويو هداياتو كښې د كروندګرو مسئلې حل كولو لپاره صوبائي حكومتونو ته خاص احكامات جاري شوي دي. د وزيراعظم عمران خان لخوا په جاري شويو هداياتو كښې وئيلي شويدي چې سركاري افسران دې د كروندګرو مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړي. په دې لړ كښې د وزيراعظم ډېليوري يونټ ټولو صوبائي حكومتونو ته مراسله جاري كړې ده. كرون??ګر به اوس نېغ په نېغه په سېټيزن پورټل خپلې مسئلې درج كړې شي. د وزيراعظم دفتر وئيلي دي چې خپلو مسئلې حل كولو لپاره اوس كروندګرو ته د سركاري دفتر د چكر لګولو ضرورت نشته. د وزيراعظم دفتر هدايت كړے چې ټول چيف سېكرتران دې د كروندګرو د مسئلو حل په ا??ه د افسرانو د كاركردګۍ رپورټ مرتب كړي. په مراسله كښې په ټولو ??وب?? كښې كروندګرو لپاره 123 سركاري افسرانو ته ذمه وارې ورپغاړه كړې شوې دي. په خېبر پښتونخوا كښې 43 او په پنجاب كښې 57 افسرانو ته ذمه وارې وركړې شوې دي. په بلوچستان كښې 12، په سندھ كښې 4، په وفاق كښې4 ، په آزاد كشمير كښې 2 او په ګلګت بلتستان كښې يو سركاري افسر ته دا ذمه وارې وركړې شوې دي. د وزيراعظم دفتر هدايت كړے چې په ټول هېواد كښې دې په دې لړ كښې د كروندګرو خبرتيا لپاره په ضلعي كچه خاص كمپائن هم وچلولې شي