اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د سي ډي اے ??ارو لپاره د وزيراعظم خا?? مرستيال علي نواز اعوان د اسلام آباد استاذانو ته اپيل كړې چې ھغوي دې تدريسي عمل جاري وساتي ځكه چې د دوي په سروس سټركچر كښې هېڅ بدلې نه دې شوې٬ ميئر ته يوازې د نګرانۍ اختيار وركړې شوې دې، تعليم لپاره قائمه كمېټۍ هم وئيلي دي چې استاذان دې سكولونه خلاص كړي او د دوي چې كومې معاملې د?? په ګډه به ئې حل كړو۔ د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د كورونا له امل?? دوه كاله د زده كوٶنكو هڅې هم ضائع شوې دي٬ د آرډيننس پحقله حقيقت سره تعلق نه لري۔ ده ووئيل د اسلام آباد استاذان په هړتال دي٬ د هړتال له امله د زده كوٶنكو تدرسي عمل ځپلې شوې دې، ده ووئيل پاکستان تحريک انصاف چې د بدلۍ كوم لوظ كړې ٶ لوکل ګورنمنټ آرډيننس 2021 وړاندې كړې شوې۔ ده ووئيل استاذانو د آرډيننس لوستلو نه غېر هړتال كړې ٬ دوي چې كومې مسئلې لري په ګډه به ئې حل كړو۔ ده ووئيل چ?? په اېم ټي آئي هم ډاكټرانو تحفظات لرل كوم چ?? په ګډه حل كړې شوي