اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) خا??جه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې نړۍ كه په سمدستي توګه پاملرنه و نه كړه نو په افغانستان كښې بشري بحران لا زياتېدې شي، په افغانستان كښې معطل كړې شوې بېنكنګ نظام به په سمدستي توګه بحالول وي۔ د او آئي سي د خا??جه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډې پحقله د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې خا??جه وزير ووئيل افغانستان نازك صورتحال سره مخ دے ٬ د او آئي سي د خا??جه وزيرانو د كونسل كنفرنس ډېر اهميت لري٬ نړۍ كه په سمدستي توګه پام ونه كړو نو په افغانستان كښې انساني بحران ??دت اختيارولې شي ۔ ده ووئيل دا كنفرنس د نړۍ پام افغانستان پلو ګرځولو لپاره ډېر اهم دے٬ نړۍ له د افغانستان ?? زمكيزو حقائقو نه خبرېدل پكار دي۔ خا??جه وزير ووئيل په کنفرنس كښې به افغان ??ستازي هم خپل نظر شريكوي۔ شاہ محمود قرېشي خبردارې وركړو چې كه د كډوالو بحران پېدا شو نو دا به تر ايران محدود پاتې نشي، د نړۍ په ګټه ده چې د افغانستان وضعه خرابه نشي ٬ ګني نو كډوال به روزګار لپاره د اروپا په دروازه هم ودرېږي۔ ده ووئيل دا مه??ل په افغانستان كښې جنګ نه دې روان ٬ د لوږې مسئله ده۔ ده ووئيل په افغانستان كښې معطل كړې شوې بېنکنګ نظام به په سمدستي توګه بحالول وي ٬ چې بېنكنګ نظام فعاله نه وي نو ګرده نړۍ څخه به افغانان پېسې څنګه رالېږي، افغان لنډمهاله حكومت د تنخاګانو وركولو پېسې نه لري او د افغانستان ??پل وسائل كنګل كړې شوې دي