اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قر??شي د خزانې پارليماني سې??رټري مخدوم زاده زين حسېن قرشي٬كنول شوذب او د هاؤسنګ اينډ وركس پارليمان ??ېكرټري تاشفين صفدر چوهدري له د ينګ پارليمنټيرينز فورم په ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړې۔خارجه وزير د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې ووئيل پاكستان ??حريك انصاف د وزيراعظم عمران ??ان په مشرۍ كښې د ځوانانو د خېرښېګړې په منشور عمل كوي۔هيله ده چې دا ينګ پارليمنټيرينز فورم به د پارليمان ځوانانو غړو تربيې لپاره مهم فورم ثابت شي۔د يادونې وړ ده د ينګ پارليمنټرينز فورم په ټاكنو كښې د مخدوم زاده زين حسېن قرشي پينل په لوي اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړې۔