اسلام آباد 29دسمبر(اے پی پی)د خزانې وفاقي وز??ر شوكت ترين د چينو په بيعه كښې په زياتوالي د تشويش څرګندونه كولو سره وئېلي ديصوبائي چارواكو ته په ماركيټونو كښې د چينو بيعې كنټرول كولو لپاره د مناسب اقدامات امر شوے۔ده دا خبره د شورو په ورځ د نې??نل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې وفاقي وز??ر سيد فخر امام٬د اطلاعات او خپرونو وز??ر مملكت فرخ حبيب٬د قامي غزائي تحفظ او تحقيق وزارت سېكرټري٬د صنعت او پیداوار سېكرټري٬د خزانې ډويژن صلاحكار٬صوبائي چيف سېكرټريز٬چيف شماريات٬د يوټېلټي سټورز كارپورېشن اېم ډي٬د اسلام آباد ډپټي كمشنر او نورو اعلٰی افسرانو ګډون كولو۔د خزانې اقتصادي وزارت صلاحكار ګډون كوونكي د ګرانۍ اونيز صورتحال په اړه خبر كړل او وې وئېل د تېرې اونۍ په مهال د افراط زر شرح 0.40 فيصد زياته شوې٬په اونۍ كښې د 5 څيزونو په بيعه كښې كمے رېكارډ شوے٬د تېرې اونۍ په مهال د آلو بيعه 0.04 فيصد٬مرچ پواډر 0.03 فيصد٬پياز 0.02 فيصد٬اوړو0.03 فيصد اود غوړو بيعه 0.004 فيصد كمه شوې۔غونډې ته ووئيل شول د پياز موجوده بيعه د دريو كلونو وړاندې په مقابل كښې كمه ده ۔د اونۍ په مهال د 23 څيزونو بيعه مستحكم پاتې شوې او د 23 څيزونو په بيعه كښې اضافه شوې چې پكښې ټماټر 0.03 فيصد٬اېل پي جي 0.16 فيصد او د هګو بيعه 0.07 فيصد زياته شوې ۔غونډه كښې ګډون كوونكي د اوړو بيعې په اړه هم خبر كړے شول او وې وئيل چې په هېواد كښې د اورو په بيعه كښې لا كمے راغلے ۔ دغسې غونډې هېواد كښې د غنمو زياترېه ذخيرې په شتوالي د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ د خزانې وز??ر شوكت ترين د چينۍ په بيعه كښې په اضافه د تشويش څرګندونه كولو سره صوبائي چارواكو ته په ماركيټونو كښې د چينۍ بيعې كنټرول كولو لپاره د مناسب اقداماتو هد??يت كړې۔د قامي غزائي تحفظ او تحقيق وزارت سېكرټري غونډه د موسمياتي عوامل په سوب د چرګانو او د هګو په بيعه كښې د اضافې څخه هم خبر كړه۔