نوښار 09 جنوري (اے پي پي) د دفاع وزير پروېز خټك وئيلي دي چې پاكستان تحريك انصاف اوس هم د هېواد تر ټولو لوي سياسي ګوند دے، وزيراعظم عمران خان به خپله آئيني موده تر??ره كوي، د اپوزيشن د غبارې نه د وړاندې نه هوا وتلې، دوي نه څه وړاندې كړي او نه به ئې په راتلونكي كښې وكړي، او??س په بلدياتي ټاكنو كښې رد شوي ګوندونه بېرته رد كړي دي. مېډيا ??ره په خبرو كښې ده ووئيل چې اپوزيشن ګوندونه د پاكستان تحريك انصاف د مقبوليت نه يره لري او ځكه د پاكستان تحريك انصاف په ضد د دروغو پروپېګنډ?? كوي. ده ووئيل چې د خېبر پښتونخوا په بلدياتي ټاكنو كښې په وړومبي پړاٶ كښې پاكستان تحريك انصاف تر ټولو زياتې چوكۍ ترلاسه كړې دي خو چې مونږ د څومره چوكۍ توقع لرله، دومره مونږ ترلاسه نه كړې شوې، مونږ د دې د هر اړخ جاج اخستې دے.